ولسمشر غني وایي سوله یې لا هم لومړیتوب دی او په خبره یې په افغانستان کې کورنۍ جګړه نه بلکې د افغانانو او ترهګرو ترمنځ جګړه روانه ده.
ولسمشر غني نن چهارشنبه ( د زمري ۶ مه نېټه) په ارګ کې د نظارت او انسجام د مشترک بورډ په ځانګړې ناسته کې اوږده وینا وکړه او په سیمه کې یې د افغانستان پر ارزښت خبرې وکړې.
هغه ټینګار وکړ چې افغانستان ته له ثبات او سولې راتګ پرته سیمې ته سوله او ثبات نه شي راتللی او نه به هم دلته اقتصادي او سوداګریز پرمختګونه رامنځ ته شي.
بلخوا بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د څارنې او انسجام د ګډ بورد په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي اوسنی وضعیت هېڅ لوري ته د منلو نه دی.
نوموړې ویلي که نړیوالې ټولنې طالبانو ته د خبرو وخت ورکړی لامل یې دا دی چې دوی د سولې او مذاکراتو ژمنه کړې ده، خو روان وضعیت د طالبانو له ژمنو سره په ټکر کې دی.
لاینز همدا راز په خپلو څرګندونو کې طالبان د ملکي تلفاتو اصلي لاملین وبلل او په خبره یې که دغه ډله جګړې ختمې کړي، سولې ته مخه کړي نو په افغانستان کې به وضعیت په چټکۍ بدل شي.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو ترمنځ نه ده او په خبره یې د ترهګرو ډلو او افغانانو ترمنځ جګړه ده چې نړیوال باید د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د سولې ملاتړی دی او په خبره یې د سولې لپاره یې د تر وخت مخکې ټاکنو وړاندیز هم کړی دی خو داسې ښکاري چې طالبان تر سولې پر جګړو ډېر باور لري.
ولسمشر غني همدا راز وویل چې لا یې هم مذاکراتي پلاوی په دوحه کې حضور لري خو دلته افغان ځواکونه هم پیاوړي دي او ددې وړتیا لري چې د ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او په بېلو برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي.