Home » افغانستان » ولسمشر امنیتي ځواکونو ته: د طالبانو پر وړاندې جدي اقدام وکړئ
ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر امنیتي ځواکونو ته: د طالبانو پر وړاندې جدي اقدام وکړئ

ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، د طالبانو په وړاندې جدي اقدام وکړي.

د کابل په دیارلسمه امنیتي حوزه کې د سیدالشهدا په نوم د نجونو ښوونځي ته څېرمه تر پرونیو چاودنو وروسته ولسمشر غني په یوه خبرپاڼه دا د وسله والو طالبانو کار وباله.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، څو د طالبانو بشري جنایتونه، چې هره ورځ بېګناه خلک قرباني کوي، بې ځوابه پرې نه نږدې.

بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو په پرونیو چاودنو کې خپل دخالت رد کړی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تېره شپه رسنیو ته وویل: “له بده مرغه دا یو لوی او نه بښل کېدونکی جنایت دی. زموږ تخنیکي ټیمونه کار کوي چې د چاودنې څرنګوالی معلوم کړي. هغه ورته والی چې له تېرو چاودنو سره ښکاري، زموږ پرتله څرګندوي چې طالبان مسوول دي.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...