Home » اقتصادی » ولسمشر: افغانستان کې دې هغه بندونه ژر جوړ شي چې بهر ته د اوبو بهېدلو مخه نیسي
رویداد خبري آژانس

ولسمشر: افغانستان کې دې هغه بندونه ژر جوړ شي چې بهر ته د اوبو بهېدلو مخه نیسي

ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د هغو بندونو په ژر جوړولو ټینګار کړی چې له افغانستان څخه بهر ته د اوبو د بهېدلو مخنیوی کوي.

ولسمشر غني دا څرګندونې نن چهارشنبه د جنورۍ۲۷ (سلواغې ۸) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ځانګړې غونډه کې کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشرغني د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او بې رویې استفادې په اړه چې د افغانانو د اندیښنې لامل شوي، اندېښنه ښودلې او د اوبو د سرچینو پر سم مدیریت یې ټینګار کړی دی.

افغان ولسمشر ویلی: “پر هغو بندونو دې چې له هیواده د اوبو د وتلو مخنیوی کوي، کار چټک شي او همدارنګه باید د کمال خان بند سیمې چې دولتي سیمه ده د ځمکو د غصب مخنیوی وشي او یوه برخه دې د کرنیزو فارمونو ایجاد ته ځانګړې شي”.

په دې غونډه کې دغه راز د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ته دنده سپارل شوې چې د افغانستان د سترو بندونو د بیارغاونې چارو ته لومړیتوب ورکړي.

ولسمشر غني دغه راز له اړوندو ادارو څخه غوښتي چې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او ساتنې موضوع بیا وارزوي او خپله وروستۍ طرحه د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډې ته وړاندې کړي.

نوموړي په داسې مهال بهر ته د افغانستان د اوبو د بهېدو پر مخنیوي ټینګار کړی چې د اوبو د چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو په اساس دا مهال په افغانستان کې د دولسو بندونو په جوړولو باندې کار دوام لري.

دغې ادارې ویلي چې له دې جملې د شاه او عروس، شورابک او کمال خان بندونو د جوړولو چارې د اوبو د زیرمه کولو تر پړاوه بشپړې شوې دي او زیاته کړې یې ده چې د دغو ټولو بندونو د کار په بشپړېدو سره به ۴.۲ میلیارده متر مکعبه اوبه په افغانستان کې زیرمه شي.

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ادارې تمه ښودلې چې په زیرمه شویو اوبو به څه باندې ۵۵۰زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه، څه باندې ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید، زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او په کال کې ۴۴۲ میلیون ډالره عواید ترلاسه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...