د پکتیا ولایتي شورا وايي، چې ددغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د پوهنې او روغتیا برخو کې ګومارنې د وسله والو طالبانو په خوښه کیږي.
وکیلان وايي، چې طالبان د هرې برخې لپاره ځانګړی کمېسیون لري او د پوهنې او روغتیا برخو کې ګومارنې ددغه کمېسیونونو له لارې تنظیمیږي او اړوند دولتي ادارې، خپل سرې ګومارنې نشي کولی.
د پکتیا اوسېدونکي هم وايي چې د پوهنې، روغتیا او د ولسوالیو ځینو نورو برخو ګومارنې له کلونو راهیسې د طالبانو په خوښه کیږي.
د پکتیا والي حلیم فدايي د پوهنې او روغتیا برخو کې ولسوالیو کې د طالبانو په خوښه ګومارنې ردوي او په دې اړه د اسنادو او شواهدو وړاندې کېدو غوښتنه کوي.