Home » افغانستان » وسله والوطالبانو پکتیا کې د عامه ساتنې او د قطارونو ساتنې پر کنډک موټر بم برید کړی
رویداد خبري آژانس

وسله والوطالبانو پکتیا کې د عامه ساتنې او د قطارونو ساتنې پر کنډک موټر بم برید کړی

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د عامه ساتنې او د قطارونو ساتنې پر کنډک موټربم بريد شوی او وروسته دوه نور ځانمرګي بريد کوونکي دغه مرکز ته ننوتلي دي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي وايي چې دغه بريد نن سه شنبه سپټمبر ۱(وږې ۱۱)د سهار ۵:۳۰ دقیقې د ولايت مقام او ولايتي شورا دفترونو ته نږدې د پوليسو پر ياد مرکز شوی دی.

والي حليم فدايي پر ټوېټر ليکلي چې امنيتي ځواکونو ساحه تصفيه کړې او دوه بريد کوونکي يې وژلي دي.

نوموړی زياتوي:”زموږ درې سرتېري شهيدان شوي او پنځه نور سطحي ټپيان شوي. وضعيت اوس نورمال دی.”

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند حيات الله نظامي هم له یوې رسنۍ سره په خبرو کې وويل چې بريد پای ته رسيدلی، درې سرتېري يې وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د عيني شاهدانو په وينا چاودنه ډېره زوروره وه چې له امله يې د پوليسو د ياد مرکز ترڅنګ شاوخوا ودانيو ته هم پوره مالي خسارات رسيدلي دي.

رویداد خبري آژانس

د دغه بريد مسؤليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستی دی. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دغه ډله ييز بريد کې لسګونه افغان امنيتي ځواکونه مړه او ژوبل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...