واشنګټن پوسټ په یوه مقاله کې لیکلي دي په پاکستان کې د ترهګرو ډلو مرکزونه، خوندي پټنځایونه او روزنځایونه هغه څه دي چې پر موجودیت یې سترګې نه شي پټېدلی خو پاکستاني چارواکي یوازې د دروغو ژمنې کوي او نړیوالو ته ځان داسې ښيي چې ګواکي افغان سولې ته ژمن دي.
په مطلب کې راځي چې پاکستان په افغانستان کې ستراتيژيکې او اوږدمهاله ګټې لري نو ددغه ګټو د ترلاسه کولو لپاره له وسله والو ډلو ملاتړ کوي او د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې یې ددې خبرو ښه ثبوت دی.
سرچینه کاږي پاکستان دې نور له دوه مخي چلند تېر شي او د افغانستان د سولې په پروسه کې دې رښتینې همکاري وکړي، څو سیمې ته دایمي سوله او ثبات راشي.
لیکوال خبرداری ورکړی چې که پاکستان د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري و نه کړي نو ددې احتمال شته چې روانه جګړه د پاکستان لمنې ته هم ورسېږي.