Home » افغانستان » هېلري کلېنټن: د نړيوالو فشارونو له لارې بايد په افغانستان کې د ښځو حقونه تامين شي

هېلري کلېنټن: د نړيوالو فشارونو له لارې بايد په افغانستان کې د ښځو حقونه تامين شي

د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هېلري کلېنټن وايي، طالبان بايد له يوې لارې په ګټنې سره دې ته وهڅول شي چې په افغانستان کې د ښځون او نجونو حقونه خوندي کړي.

نوموړي له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ويلي، له دې لارو يوه هم نړيوال فشارونه او نورې کړنې کېدای شي څو د ميرمن کلېنټن په خبره طالبان اړ ايستل شي، چې لږ تر لږه د نجونو د زده‌کړو لپاره يوه واضيح کړنلاره غوره کړي.

هېلري کلېنټن دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم، تر نن ورځې پورې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې ساتل شوي دي.

خو په دې وروستيو کې د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد خبر ورکړ چې په راتلونکي پسرلي کې به د نجونو ټول ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...