ېره شپه د جون ۹مه هندوستان او پاکستان د امریکا په نیویارک ښار کې سیالي وکړه چې د ۶ منډو په توپیر هندوستان وګټله.
د لوبې پچه پاکستان ګټلې وه او هند ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه، هندۍ لوبډلې په ۱۹ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۱۲۰ منډو هدف یې وټاکه.
پاکستانۍ لوبډلې ټول شل اورونه ولوبول، خو د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۱۱۳ منډې وکړې.
محمدرضوان یې مخکښ منډه جوړونکی و چې ۳۱ منډې یې کړې وې.
په دې لوبه کې د هند لپاره جسپریت بومرا ځلېدونکی توپ اچونکی و چې درې لوبغاړي یې وسوځول، هغه د لوبې د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې وګټلې.
دا په شل اوریزو نړیوالو جامونو کې ۷م ځل و چې هندوستان له پاکستان سیالۍ ګټي او پاکستان بیا یوازې یوه سیالي ګټلې ده.
د یادې سیالۍ تر ګټلو وروسته د نمرو په جدول کې د هند نمرې ۴ او پاکستان لا کومه نمره نه لري، که هند او امریکا خپلې راتلونکې سیالۍ وګټي، نو پاکستان به د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته د رسېدو هیلې له لاسه ورکړي.
بل لورته د نن ورځې په دویمې سیالۍ کې بیا سکاټلنډ د عمان لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړې ده.
په دې لوبه کې عمان د ۱۵۱ منډو هدف ټاکلی و چې سکاټلنډ د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۴م اور کې هدف پوره کړ.
یادې لوبډلې ته برنډن مکملن ۶۱ ناسوځېدلې منډې کړې وې او د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.
د ویلو ده چې نن د دوشنبه په یوازینۍ سیالۍ کې به بنګلهدېش د سویلي افریقا پر وړاندې سیالي ترسره کړي.