Home » افغانستان » هند:په افغانستان کې روانې جګړې او وینې بهېدنې باید ختمې کړل شي

هند:په افغانستان کې روانې جګړې او وینې بهېدنې باید ختمې کړل شي

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې روانې جګړې او وینې بهېدنې باید ختمې کړل شي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې روانې جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او ددې اړتیا ده چې جګړه ختمه شي او پر ځای یې د سولې خبرې چټکې کړل شي.

جي شنکر ویلي هند په سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او دغه هېواد به یواځې پرې نه ږدي.

د شنکر په خبره له افغانستان سره به په بېلو برخو کې همکاري کوي او همدا راز هڅه کوي چې د افغان سولې په اړه نړیواله اجماع هم پياوړې کړي.

په دې لیدنه کې حنیف اتمر هم ویلي چې افغان جګړه د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.

هغه له هند سره د اړیکو پر لا پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی او زیاتوي چې هند به بېلو برخو کې له افغان حکومت سره رغنده همکارۍ کولی شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...