Home » سیمه او نړی » هند کې سیلابونو ۲۹ تنه مړه کړي دي

هند کې سیلابونو ۲۹ تنه مړه کړي دي

د هند په شمال کې له پرله‌پسې څو ورځني موسمي باران وروسته سېلابونو لږترلږه ۲۹ کسان مړه کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې هیماچل پردېش ایالت تر ټولو ډېر ځپل شوی او دغلته سېلابونو پلونه او سړکونه ویجاړ کړي دي.

تر دې ایالت وروسته راجستان او اوترپردېش سیمو کې هم سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

ویل کېږي چې په هیماچل پردېش سیمه کې شاوخوا درې سوه کسان چې تر ډېره ګرځندویان دي یوه سیمه کې سېلاب ایسار کړي او دولت هڅه کوي چې د باران په درېدو د هغوی ژغورنې ته هیلیکوپټرې ولېږي.

د هند د هوا پېژندې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د نورو بارانونو وړاندوینه هم کړې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...