راپورونه وايي د هندوستان هېواد سیروم په انستیتیوت کې چې د نړۍ د واکسین تولید تر ټولو لوی مرکز دی پکې اورلګیدنه رامنځته شوې، چارواکي وايي په دې اور لګیدنه کې ۵ تنه وژل شوي دي.
هندي چارواکو وویل دغه اورلګیدنه پدې مرکز کې به د درملو او د کروناویروس ضد واکسین تولید باندې اغیز ونکړي او د تولید دغه لړۍ به همداسې دوام ولري.
د یاد هېواد د پونه ښاروال مورلیدهر موهول خبریالانو ته وویل اور اوس کنترول شوی دی، نوموړی وايي د پیښې په ځای کې ۵ مړي موندل شوي دي.
د بهرني رسنۍ په حواله د هند د سیروم شرکت یو مسول ویلي چې دغې پیښې د کرونا ویروس ضد واکسین د تولید چارې ندي ګډې وډې کړي.
د سیروم انستیتوت رئیس اندر پوناوالا، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پدې پیښه سخت غمجن دی.
د سیروم انستیتیوت مسولینو او د پونه ښار د پولیسو چارواکو ویلي چې تر اوسه د پیښې علت نه دی معلوم شوی.