Home » سیمه او نړی » هند کې د سېلابونو راوتو له امله لږ تر لږه ۳۴ تنه مړه شوي

هند کې د سېلابونو راوتو له امله لږ تر لږه ۳۴ تنه مړه شوي

په هند کې له څو ورځو را په دېخوا د سختو بارانونو له امله سېلابونه را وتلي چې د مالي زيانونو ترڅنګ يې خلکو ته ځاني زيانونه هم اړولي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د يادو سېلابو په نتيجه کې ۳۴ تنه مړه شوي او دغه راز يې د خلکو ډېر فصلونه هم له منځته وړي دي. د راپور له مخې د سېلابونو له امله ډېر ځاني او مالي زيان په اتراخند ايالت کې اوښتی دی.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي هم د سېلابونو په ترڅ کې د ياد شمېر کسانو مړه کېدو له امله خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې د خلکو ژغونې په موخه ژغورونکي ټيمونه سيمې ته رسېدلي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...