Home » افغانستان » هند او ایران:د افغان سولې برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو همکاري اړینه ده
رویداد خبري آژانس

هند او ایران:د افغان سولې برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو همکاري اړینه ده

راپورونه وایي چې د هند د دفاع وزیر رنجیت سینګ له خپل ایراني سیال امیر حاتمي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو سربیره پر افغان سوله او ثبات هم خبرې اترې کړې دي.

د هند د دفاع وزارت له لوري خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو امن افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې د افغان سولې برخه کې د سیمه‌ییزو هېوادونو همکاري اړینه ده. خبرپاڼه کاږي چې په دې ناسته کې دغه راز دواړو اړخونو د هند او ایران تر منځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...