Home » افغانستان » هند او اروپايي ټولنې؛ په افغانستان کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

هند او اروپايي ټولنې؛ په افغانستان کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې

هند او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بېړني او دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

هندوستان او اروپایي ټولنې په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړو له امله رامنځ ته شوی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او د هېڅ لوري په ګټه نه دی.

په خبرپاڼه کې راځي چې په افغانستان کې دې ژر تر ژره دایمي او بېړنی اوربند وشي او د جګړو سطحه دې کمه شي.

دواړو لورو همدا راز ویلي چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره و نه کارول شي او په دغه هېواد کې سوله به ددې سبب شي چې په سیمه کې د ترهګریزو پېښو د رامنځ ته کېدو ګواښ هم ختم شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...