د هلمند ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په لښکرګاه ښار کې يې پرون يکشنبه د (غويي په ۴مه) د انسان تښتوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئيس حافظ رشيد رسنيو ته ويلي، چې دې ډلې درې اوونۍ وړاندې په هلمند کې د نوروز خان په نوم يو کس له تښتولو وروسته وژلی و.
نوموړي زياته کړې چې يادو نيول شوو کسانو د څېړنو په ترڅ کې پر خپل دې جرم اعتراف کړی دی.
په دې وروستيو کې د ټول هېواد په کچه د نسان تښتوونکو پېښو د واقيع کېدو متعدد راپورونه ورکړل شوي دي. عام باور دا دی چې بې روزګاري او لوږه د دې سبب شوې چې ورته جنايي جرمونه زيات شي.