Home » افغانستان » هسپانيه د پاکستان له لارې د خپلو افغان همکارانو د اېستلو لړۍ پيلوي

هسپانيه د پاکستان له لارې د خپلو افغان همکارانو د اېستلو لړۍ پيلوي

هسپانوي چارواکو خبر ورکړی چې ډېر ژر به خپل هېواد ته د هغو پاتې افغان همکارانو د راوستلو لړۍ پيل کړي، چې تر اوسه هسپانيې ته نه دي رسېدلي.

هسپانوي رسنيو د چارواکو په حواله ويلي، دا چې له افغانستان څخه د کسانو او کورنيو د ايستلو زمينه نه برابره، نو هسپانيه په پام کې لري چې دا کار د پاکستان په همکارۍ د نوموړي هېواد له لارې وکړي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا ځل هسپانيه ۲۵۰ هغه افغانان له خپلو فاميلونو سره يو ځای وباسي، چې پاکستان ته اوښتي او دامهال هسپانيې ته د تګ لپاره په دغه هېواد کې په تمه دي.

ټاکل شوې وه چې د يادو افغانانو د اېستلو په موخه تېر شپه ځانګړې الوتکه پاکستان ته ورسېږي، خو د يادې الوتکې د نه رسېدو له امله تر اوسه ياده لړۍ نه ده پيل شوې.

هسپانوي چارواکو ويلي چې له پاکستان څخه به خپل افغان همکاران او د هغوی کورنۍ په ځانګړو پوځي ټراسپورټي الوتکو کې هسپانيې ته را وباسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...