Home » سیمه او نړی » هسپانيا کې د نشه‌يي توکو يوه ډله له منځه وړل شوې

هسپانيا کې د نشه‌يي توکو يوه ډله له منځه وړل شوې

د هسپانیا پولیسو د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې د مخدره موادو یوه ډله له‌منځه وړې ده.

ویل شوي، دغې ډلې په غیرقانوني ډول نورو اروپايي هېوادونو ته کوکاین او چرس عرضه کول.

پولیسو پرون سه‌شنبه ویلي، ۷ ټنه نشه‌يي مواد ضبط شوي او په څو عملیاتو کې ۵۰ کسان نیول شوي دي.

په ضبط شویو موادو کې دوه ټنه کوکاین او څه کم ۵ ټنه چرس شامل دي.

دغې ډلې هغه نشه‌يي مواد چې له مراکش او لاتنې امریکا راتلل د هسپانیا له اوئلوا او کادیس ولایتونو د اروپا په زیاتو برخو کې خرڅول.

د پولیسو په وینا، دغې ډلې په پرتګال او کنري جزایرو کې هم ځینې مرکزونه درلودل.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...