Home » سیمه او نړی » هره ورځ د يوې مڼې خوړل څو ګټې
رویداد خبري آژانس

هره ورځ د يوې مڼې خوړل څو ګټې

ويل کېږي چې هره ورځ يوه مڼه خوړل مو له ډاکټر څخه ليرې کوي، دا خبره تر ډېره پورې ساينس هم مني، خو ايا تاسې پوهېږئ چې اخر يوه مڼه څنګه تاسې له ډاکټر څخه ليرې کوي؟

په اصل کې مڼه يو په زړه پورې مېوه ده، چې اېنټي اکسايډنټس، ويټامينونه، فايبر او نور ګټور شيان لري، په ټوله نړۍ کې له اووه نيم زرو څخه زيات ډول مڼې کېږي.

دا مېوه نه يوازې دا چې د بدن لپاره ګټوره ده، بلکې د دې تر څنګ دا ستاسې د خواږو مينه هم ماتوي او لوږه مو هم ختموي.

نو راځئ چې وګورو، هره ورځ يوه مڼه خوړل انسان ته څومره ګټه رسوي.

تغذيه مواد لرونکې مېوه

په يوه مڼه کې ٩٥ کيلوريز، ٢٥ ګرامه کاربوهايډريټس، ٤ ګرامه فايبر، د ويټامين سي ١٤ سلنه، د پوټاشيم ٦ سلنه او د ويټامين کى ٥ سلنه چې انسان ورته اړتيا لري، پوره کوي.

له دې پرته کاپير، مېګنيز، ويټامين اې، اي، بي ١، بي ٢ او بي ٦ هم ستاسې بدن ته ورکوي. مڼې همدا راز د پولي فينولونو د ترلاسه کولو ذريعه هم ګرځي چې د روغتيا لپاره ګټور دي.

که مڼه د پوستکو سره وخوړل شي نو ډېره ګټوره ده، ځکه چې د فايبر ٥٠ سلنه برخه او د پولي فينولونو ډېره برخه يې په پوستکو کې وي.

د چاغوالي د کمښت لپاره ګټوره مېوه

مڼه هغه مېوه ده چې فايبر او اوبه ډېرې لري او دا دواړه ستاسې د لوږې احساس تر ډېره پورې ورکوي.

په يوه څېړنه کې ويل شوي دي، هغه خلک چې له ډوډۍ خوړلو مخکې مڼه وخوري، نو هغوى تر ډېره پورې د لوږې احساس نه کوي.

په همدغه څېړنه کې دا هم ويل شوي دي، هغه خلک چې له ډوډۍ مخکې مڼه خوري، هغوى د نورو په پرتله ٢٠٠ کيلوريز کم خپل بدن ته زياتوي.

په يوه بله څېړنه کې چې په ٥٠ اميندوارو مېرمنو تر ١٠ اونيو پورې ترسره شوه، پکې معلومه شوه، هغه ښځې چې مڼې خوړل يې معمول ګرځولى دى، د نورو په پرتله يې يو کيلو وزن ډېر کم شوى.

همدا راز مڼې نور ډېر داسې څه لري چې د وزن په کمولو کې ګټور ثابتېږي.

د زړه د روغتيا لپاره ګټوره مېوه

د مڼو خوړلو او د زړه د ناروغيو، لکه د زړه حمله او فلج د خطر د کمي ترمنځ هم نږدې تعلق پېدا شوى دى.

د دې يو لامل په مڼه کې د فايبر شتون دى، چې په وينه کې د کوليسټرولو کچه کموي. همدا راز د پولي فينولونو اېنټي اکسايډنټ اثر لرونکې مرکبات دي، په ځانګړې توګه فليونويډ په نوم پولي فينول دى چې د وينې فشار کچه کموي.

په يوه څېړنه کې ويل شوي دي، چې هغه خواړه چې ډېر فليونويډونه لري او خلک يې ډېر وکاروي، نو د فلج خطره ٢٠ سلنه کموي.

فليونويډونه د وينې فشار، زيان لرونکي کوليسټرول او تکسيدي فشار کې کمي راولي او د زړه د ناروغيو مخنيوي کې مرسته کوي.

په يوه څېړنه کې دا هم ويل شوي دي، چې هره ورځ يوه مڼه خوړل د هغه درملو، چې د کوليسټرولو د کمولو لپاره خوړل کېږي، هومره ګټه کوي.

د شکرې خطر کموي

په يو شمېر څېړنيزو راپورونو کې ويل شوي دي، چې د مڼې کارول د شکرې د ٢م ټايپ خطره کموي.

يوه څېړنه چې په لويه کچه ترسره شوې ده، پکې ويل شوي دي هغه کسان چې هره ورځ يوه مڼه خوري، د نورو په پرتله پکې د شکرې ټايپ ٢ خطره ٢٨ سلنه راکمېږي. تر دې پورې چې که په اونۍ کې يوه مڼه وخوري هم دا ګټه ورته رسوي.

د معدې لپاره ګټوره مېوه

په مڼه کې د فايبر يو ډول چې پيسټين نومېږي شتون لري چې د پروبايوټيک په ډول کار کوي، يعنې په معده کې د وجود لرونکو باکټرياو لپاره غذا جوړېږي.

وړې کولمې دا فايبرنه شي هضمولى او دا بيا فايبر قولون ته رسېږي، چېرته چې دا د ګټورو باکټرياو ته په چټکۍ سره وده ورکوي. په څېړنه کې ويل شوي دي، چې ښايي همدا لامل وي چې مڼه د چاغښت، شکرې ټايپ ٢ او د زړه د ناروغيو په مخنيوي کې مرسته کوي.

د سرطان په مخنيوي کې ګټوره مېوه

روغتياپالانو په يوه څېړنه کې موندلې ده، چې په مڼه کې داسې توکي شامل دي، چې هغه د سرطان د مخنيوي لپاره ګټور دي. يوه څېړنه چې په ښځو ترسره شوه، پکې معلومه شوه چې مڼې خوړل د ښځو د سرطان خطره کموي.

روغتياپالان دا وايي، چې په دې مېوه کې داسې اېنټي اکسايډنټ شتون لري چې د سرطان د اثراتو څخه د مخنيوي په برخه کې مرسته کوي.

د سالنډۍ په برخه کې درسره مرسته کوي

په مڼه کې اېنټي اکسايډنټس شتون لري چې د سږو د فشار کمولو په برخه کې مرسته کوي.

يوه څېړنه چې له ٦٨ زرو څخه زياتو ښځو باندې ترسره شوې ده، پکې معلومه شوې ده، هغه ښځې چې هره ورځ يوه مڼه خوري، د سالنډۍ خطره پکې کمېږي.

هره ورځ يوه مڼه خوړل د دې ناروغۍ کچه ١٠ سلنه راکموي.

د هډوکو قوي کولو لپاره ګټوره مېوه

تازه مېوې خوړل ستاسې هډوکي قوي کوي. روغتياپالان وايي چې په مڼه کې اېنټي اکسايډنټس او ځينې نور داسې توکي دي چې ستاسې هډوکي قوي کوي.

په يوه څېړنه کې ويل شوي دي، هغه ښځې چې مڼې خوري، د هغوى په بدن کې د کيلشيم کمي د نورو ښځو په پرتله کم وي.

د مازغو روغتيا لپاره هم ګټوره مېوه

د مڼې جوس څښل د عمر له زياتېدو سره د مازغو د خرابوالي مخه هم نيسي.

په ځناورو ترسره شوې يوه څېړنه کې ويل شوي دي، چې په مازغو کې د عمر له زياتېدو سره ري ايکټيو اکسيجن سپسيز کمېږي، خو د مڼې جوس د دې مخنيوى کولى شي.

د مڼې جوس د مازغو يو ټرانسميټر acetycholine د خونديتوب په برخه کې هم مرسته کوي، چې د دې خرابېدو سره د الزايمر ناروغي هم انسان نيولى شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...