په هرات کې د ا.ا ځایي مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې زلزلهځپلو ته ۵۴۷ کورونه ورسپارل شوي دي.
د هرات د والي ویاند، نثار احمد الیاس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کورونه پرون دوشنبه د سلواغې۲۳مه زلزلهځپلو ته سپارل شوي دي.
د هغه په وینا، یاد کورونه د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې جوړ او زلزلهځپلو ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې د نړیوالو سازمانونو لخوا د هرات زلزلهځپلو ته څو ښارګوټي جوړ او ورسپارل شوي وو.