ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ايراني محصولاتو يو ګډ نندارتون، د دواړو هېوادونو د سوداګرو او دولتي استازو په ګډون سره په هرات کې جوړ شي.
په همدې تړاو په هرات کې د ايران کونسل محمد صديق فر د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره نن دوشنبه د (غويي په ۲۶مه) ليدلي او د ياد نندارتون د جوړلو په اړه يې مفصل بحث کړی.
په دې ليدنه کې د ياد نندارتون د جوړولو کره نېټه نه ده ټاکل شوي؛ خو ويل شوي په نږدې راتلونکي کې به دغه نندارتون چې موخه يې د دواړو هېوادون ترمنځ د سودګرۍ وده ده، په هرات ښار کې جوړ شي.
له دې سره د هرات والي نور احمد اسلام جار د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا هم ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې افغانستان په دې برخه کې د هر راز اسانتياوو رامنځته کولو لپاره چمتوو دی.
نوموړي دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو ته هېڅ ډول خطر پېښ نه شي او د يادو هېوادونو سوداګر په خلاص زړه له افغانستان سره سوداګري او دغلته پانګونه کولی شي.