Home » سیمه او نړی » هايټي کې چاودنې شاوخوا ۶۲ تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي

هايټي کې چاودنې شاوخوا ۶۲ تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي

په هايټي هېواد کې د تېلو يوه ټانکر د چاودنې له امله ۶۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور چې کره شمېره يې نه دی ښودل شوی ټپيان شوي دي.

فرانس پرېس اژانس د هايټي چارواکو له قوله ويلي، ياده چاودنه پرون سې‌شنبه ناوخته د (لېندۍ په ۲۳مه) د دغه هېواد په کاب هايټيان ښار کې شوې ده.

د چارواکو په خبره چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې ځايي خلک د تېلو له يوه چپه شوي ټانکر څخه د تېلو په ټولو بوخت وو. دوی زياته کړې، چاودنه ترې دې حده شديده وه چې له کبله يې ۵۰ تنه ژوندي سوځېدلي او هويت مالومول يې سخت دي.

د هايټي لومړي وزير اريل هنري ويلي، چې د پېښې د قربانيانو په لېدو سره يې زړه سخت مات شوی دی.

ډاکټرانو هم خبر ورکړی چې د يادې پېښې له ځايه د لسګونه ور وړل شويو ټپيانو له ډلې، د ۴۰ هغو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ نه دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...