Home » سپورټ » هالنډ د پاکستان د کرکټ یو پخواني لوبغاړي باندې قانوني دعوا کوي

هالنډ د پاکستان د کرکټ یو پخواني لوبغاړي باندې قانوني دعوا کوي

په هالنډ کې چارواکو دوشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) ویلي چې په یو مشهور پاکستاني په دې خاطر په محکمې کې قانوني دعوا کوي چې د دې هیواد د پارلمان یو وکیل وژلو ته یې خلک هڅولي و.

د هالنډ حکومت ویلي چې دعوا یې د پاکستان د کرکټ په پخواني لوبغاړي خالد لطیف ده او ادعا یې کړې چې ښاغلې لطیف خلک هڅولي و چې د د دې هیواد د پارلمان غړی ګیرټ وایلډرز چې د اسلام ضد نظریات لري، ووژني.

د دولتي څارنوالۍ خدماتو ویلي چې ۳۷ کلن خالد لطیف په ۲۰۱۸ کال کې په یوې ویډیو کې چې په انټرنیټ کې خپره شوې وه، ویلي و که هر چا د هالنډ د پارلمان دا غړی وواژه، ۲۳ زره امریکایي ډالر انعام به ورکوي.

د څارنوالۍ په اعلامیې کې راغلي، ” پدې ځانګړې قضیې کې مشکوک د پیژندنې وړ دی. هغه د یو هیواد مشهور شخص دی او له همدې کبله د هالنډ پولیسو په انځورونو کې وپیژانده”.

د هالنډ د پارلمان غړي غوښتل چې د اسلام د پیغبر د کارتون جوړولو سیالي جوړه کړي خو د مظاهرو او مرګ ګواښونو څخه وروسته یې دا کار ونکړي. هغه په ټویټر کې لیکلي چې مشکوک شخص چې خلک یې د ده وژلو ته هڅولي و د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی لطیف دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...