Home » افغانستان » نړۍ ديني عالمان: کندز کې پر جومات شوې چاودنه جنايت دی

نړۍ ديني عالمان: کندز کې پر جومات شوې چاودنه جنايت دی

د اسلام ديني عالمانو نړيوالې ټولنې د کندز په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو شوې  چاودنه غندلې او دا پېښه يې د ټولو شرعي اصولو خلاف عمل او جنايت بللی.

دې ټولنې نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، پر هر دول عبادت ځايونو چاودنې او بريدونه کول د سلامي اصولو خلاف دي او بايد وغندل شي.

د ديني عالمانو دې ټولنې په افغانستان او ټوله نړۍ کې د ورورۍ فضا په رامنخته کولو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده چې په اسلامي نړۍ کې د تاوتريخوالي مخنيوي په موخه بايد له هر ډول نژادي او مذهبي توپير ډډه وشي.

د تېرې جمعې په ورځ د کندز ښار اړوند سېداباد کلي په يوه جامع جومات کې هغه مهال چاودنه وشوه چې، لمونځ کوونکې د جمعې لمانځه د ادا کولو په حال کې وو.

د ځايي چارواکو د مالوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ۱۰۰ کسان شهيدان او له ۱۵۰ ډېر ټپيان شوې دي. دې چاودنې په نړيواله کچه پراخ غبرګونونه راپورته کړې او غير انساني عمل بلل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...