Home » افغانستان » نيويارک ټايمز: د حکومت له ملاتړ پرته ښايي په واشنټن کې د افغانستان سفارت وتړل شي

نيويارک ټايمز: د حکومت له ملاتړ پرته ښايي په واشنټن کې د افغانستان سفارت وتړل شي

نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دامهال په واشنګټن کې د افغانستان سفارت، د افغانستان نوي حکومت له لوري نه تمويلېږي او زياتوي چې د خپل هېواد له ملاتړ پرته ښايي وتړل شي.

د راپور له مخې، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دامهال د خپلو عادي لګښتونو د پوره کولو په موخه کافي پيسې نه لري او له همدې کبله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

د نيويارک ټايمز په راپور کې راغلی، د افغانستان سفارت ډيپلوماټانو چې د مخکيني حکومت له لوري پر دنده ګمارل شوي، د امريکا له دولت يوه مياشت وخت غوښتی، څو په امريکا کې د پاتې کېدو په موخه د دغه هېواد بشري وېزو ترلاسه کولو ته نوم‌ليکنه وکړي.

نيويارک ټايمز زياته کړې، که په واشنګټن کې د افغانستان ډيپلوماټان د پنا غوښتنې وړانديز ونه کړي، نو ښايي له امريکا و ايستل او افغانستان ته د بېرته راګرځېدو په صورت کې هم ښايي له خطر سره مخ شي.

خو امريکايي چارواکو له خپل هېواد څخه د افغان ډيپلوماټانو د ايستلو او يا هم نه ايستلو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...