پرون يکشنبه د (زمري په ۹مه) مازدېګر مهال د نيمروز کنګ ولسوالۍ په درويشوک سيمه کې د افغانستان او ايران پوله ساتي ځواکونو له يو بل سره جګړه کړې ده.
د نيمروز ځايي مسوولانو ويلي، ياده جګړه چې د څو ساعتونو لپاره يې دوام درلود شديده وه او په کې ايراني لوري له توپونو او نورو درنو وسلو کار اخيسته.
په نيمروز کې د پوله ساتو ځواکونو قومندان ابراهيم ايراني ځواکونو تورن کړي چې لومړۍ ډزې دوی کړي او د افغان ځواکونو له لوري له ځوابي ډزو سره جګړه ونښته.
خو ايران بيا ويلي، چې افغان ځواکونو د پوله ساتنې اصولو خلاف پاروونکې کړنې کولې او همدا سبب شو، چې په ياده سيمه کې د دواړو لورو ترمنځ جګړه ونښلي.
د ايران د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين مير احمدي تسنيم اژانس ته ويلي، چې طالب ځواکونه بايد د پوله ساتنې پر اصولو وپوهول شي؛ ځکه د نوموړي په خبره يادو ځواکونو له څو ورځو راهيسې د ايراني ځواکونو پر وړاندې پاروونکي اقدامات کول.
تر اوسه دا نه ده مالومه چې د پرونۍ جګړې پرمهال ايراني پوله ساتو ته څومره زيان اوښتی؛ خو افغان لوري ته سرچينو د يوه سرتيري د وژل کېدو او دغه راز د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.