Home » افغانستان » نورستان کې په وسله واله نښته کې اته کسان ووژل شول

نورستان کې په وسله واله نښته کې اته کسان ووژل شول

د نورستان ولایت سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د وانټ وایګل ولسوالۍ د څړځایونو پر سر د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ په وسله واله نښته کې د ا.ا د دوو غړو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

يوې سرچينې چې نه يې غوښتل خپل هويت په ډاګه کړي، رسنيو ته وويل، چې دغه جګړه پرون ماښام (د غبرګولي په ٨ مه) د «ژنچيګل» او «کليګل» په سيمو کې رامنځته شوې او د همدې ورځې تر ماښامه يې دوام درلود.

سرچينې زياته کړې، چې د يادو سيمو اوسېدونکي د څړځایونو پر سر له يو بل سره ښکېل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د ا.ا دوه سرتېري او شپږ نور کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

دا سرچينه زياتوي، چې دغه شخړه د چراګاه مخې ته د سيمې د اوسېدونکو ترمنځ شوې، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي، خو په وينا یې، تر اوسه د ټپيانو کره شمېر نه دی معلوم.

تر اوسه د ا.ا د نورستان سیمه ییزو چارواکو د خلکو ترمنځ د دې وسله والې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم په نورستان کې د څړځایونو، ځنګلونو او ځمکو پر سر د خلکو ترمنځ وسله والې نښتې شوې وې چې په ځینو مواردو کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...