نن ( ۱۹ د لړم) ملي امنیت یوه اعلامیه خپره کړه چې تیره شپه د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې شپني عملیات تر سره کړي دي.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ملي امنیت ۰۲ قطعې ځواکونو د شپني عملیاتو په پایله کې د داعش تنظیم دوه مهم غړي نیولي دي.
د ننګرهار ملي امنیت زیاتوي په دې عملیاتو کې ۵ تنه نور د یادې ډلې سره د اړیکو په تور د سیمې څخه لیږدول شوي دي.
په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو لاس ته اسلحې او مهمات هم ورغلي چې په سیمه کې د ځانګړو ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ شولانې سيمه کې نن ځانمرګي بريد ته چمتو شوی له چاوديدونکو توکو ډک يو واسکټ، دوه بيلرونه، د هاوان سرګلولې او نورې تخریبي توکي نیولي دي.
داعش ډلې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.