Home » افغانستان » ننګرهار میرمنې؛ دقطر په مذاکراتو کې دې ونډه راکړل شي

ننګرهار میرمنې؛ دقطر په مذاکراتو کې دې ونډه راکړل شي

د ننګرهار ولایت میرمنې وایي د قطر په مذاکراتو کې دې دوی ته دونډې ورکولو ترڅنګ ددوی لاسته راوړنې خوندي او روښانه راتلونکې تضمین شي.

دغه غوښتنې دننګرهار دخوږیاڼو،پچیر اګام،هسکې مینې،اچین،نازیانو،سپین غر اوکوټ جګړو ځپلو ولسوالیو سل تنو هغو میرمنو درلودې چې دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ولسي ملاتړ برنامې له لوري ورته ددوی دحقوقو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ دائر شوی وو.
دغونډې او ورکشاپ په اړه ددغې برنامې روزونکي عبدالمعید هاشمي وویل” ښځه دمور،خور او لور په رول کې ترټولو ډیره په جګړو کې متضرره او ځوریدلې ده،نو په دې موخه چې خپلو حقوقوته لاسرسی ولري ادارې یې دمیرمنو دسیاسي مشارکت،تعلیم اوتحصیل حق،دسولې په ټینګښت کې دمیرمنو رول، دکار حق،په کور کې دلور حق،په اولادونو دمور حق،دمیرمنو سوداګریز حق، په اړه دوه ورځنی ورکشاپ دایر کړی وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...