د المان د کورنیو چارو وزیرې، ننسي فایزر پرون (یکشنبې، د وږي ۲۵مه) ویلي چې له المان څخه د هغو افغانانو د ایستلو لپاره، چې په دغه هېواد کې یې جدي سرغړونې او جرمونه کړي دي، نورې الوتنې پلان شوې دي.
د المان د کورنیو چارو وزیرې دا نه دي ویلي چې څومره افغانان باید له جرمني څخه خپل هېواد ته ستانه شي، خو په تېر وخت کې یې تل ټینګار کړی و چې د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو ته په المان کې ځای نشته چې جدي جرمونه کوي.
برلین د اګست په ۳۰مه اعلان وکړ چې افغانستان ته یې د هغو افغان اتباعو اخراج پیل کړی چې په المان کې یې جرمونه کړي دي.
بلخوا شولتز د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره له کتنې وروسته ویلي چې د کډوالۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
شپیګل مجلې د جون په نیمایي کې راپور ورکړ چې د المان حکومت له ازبکستان سره خبرې کوي چې افغان کډوال له هغه هېواد څخه افغانستان ته واستوي.