نن سې شنبه (د غویي ۲۱مه نېټه) په ټول افغانستان کې وروستیو خونړیو پېښو په خاطر ملي ماتم اعلان شوی دی.
افغان حکومت ملي ماتم وروسته له هغې اعلان کړ چې د کابل په دشت برچي کې په یوه خونړي برید کې په لسګونو د ښوونځي زده کوونکې او له هغې مخکې د لوګر په مرکز پل علم کې په ورته خونړي برید کې په لسګونو د دولسمو ټولګیو هغه فارغان ووژل شول چې د کانکور په آزموینه کې د ګډون لپاره له ازرې ولسوالۍ دې ښار ته ورغلي وو.
ولسمش غني د تېرې یکشنبې په ورځ د ملي ماتم د ورځې د اعلانولو پر مهال وویل چې د دې پېښو د مړیو او ټپیانو له کورنیو سره په غم او درد کې ځان شریک بولي او په همدې خاطر د سې شنبې ورځ ملي ماتم اعلانوي چې ټول هېواد کې به د قربانیانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره کېږي.
دغه راز به نن په کوردننه په دولتي ادارو او بهر کې د افغانستان په ډیپلوماتیکو نمایندګیو کې د افغانستان بیړغ نیم ځوړند وي.