Home » افغانستان » نن هم د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډله پر طرزالعمل بحثونه کوي
رویداد خبري آژانس

نن هم د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډله پر طرزالعمل بحثونه کوي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، نن هم د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو له منځه جوړه شوې د تماس ډله د خبرو لپاره د طرزالعمل پر جوړولو خپلو بحثونو ته دوام ورکوي.

د دغه وزارت ويانده ناجيه انوري وايي، تر یوې ورځې دمې وروسته نن د تماس لس کسيزه ډله يو ځل بیا پر طرزالعمل خپلو بحثونو ته دوام ورکوي.

که څه هم افغانان سخت هيله‌من دي، چې ژر تر ژره د سولې خبرو کې پرمختګ وشي او افغانان يو اوربند او سولې ته ورسېږي، خو تر يوې اوونۍ تېرېدو وروسته هم د تماس ډله نه ده توانېدلې چې طرزالعمل بشپړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن هم د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د نښتو او پر افغان ځواکونو د طالبانو د بريدونو خبرونه خپاره شول.

له بل لوري نن ولسمشر غني د پکتيا د ولايتي شورا د مرستيال د وژل کېدو په تړاو اعلاميه کې يو ځل بيا پر طالبانو غږ وکړ چې د مطلوبې پايلې د ترلاسه کېدو لپاره دې سراسري او دايمې اوربند ومني، خو طالبان وايي، تر هغې چې په افغانستان کې د جګړې عوامل له منځه نه وي تللي جګړه به دوام کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...