Home » افغانستان » نن د اسیا اېمرجېنګ جام په پایلوبه کې افغانستان له سریلانکا سره سیالي کوي

نن د اسیا اېمرجېنګ جام په پایلوبه کې افغانستان له سریلانکا سره سیالي کوي

ټاکل شوې چې د اسیا اېمرجېنګ جام سیالیو په پایلوبه کې افغان الف«ابدالیان»لوبډله له سریلانکا لوبډلې سره مخامخ شي.

دا لوبه نن(یکشنبې، د لړم ۶مه) د عمان په کوربتوب د مازیګر په پنځو بجو پیلېږي.

افغان الف لوبډلې د جمعې په ورځ د یادو سیالیو په نیمه پایلوبه کې د هند الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.

د اسیا اېمرجېنګ جام په سیالیو کې افغان لوبډلې له یوې لوبې پرته خپلې ټولې لوبې وګټلې او پایلوبې ته ووتله.

د اسیا اېمرجېنګ جام سیالۍ شل اوریزې دي او د افغانستان سربېره په کې د ۸ نورو هېوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسر کړې، چې پایلوبې ته یې یوازې افغانستان او د سریلانکا لوبډلې ووتلې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...