د حماس او اسراییلو ترمنځ په غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو هوکړه به نن (یکشنبې، د مرغومي ۳۰مه) د یو شمېر برمته شویو او بندیانو په خوشې کولو پلې شي.
د راپورونو له مخې، د دغه درې پړاویزې هوکړې په لومړي پړاو کې به د شاوخوا ۲ زره فلسطیني بندیانو په بدل کې له ۹۸ یرغمل شویو اسراییلیانو څخه ۳۳ کسان خوشې شي.
د ویلو ده چې په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه، حماس پر اسراییلو باندې وسله وال بریدونه پیل کړل چې د اسراییلي چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او د حماس جنګیالیو څه باندې ۲۵۰ تنه یرغمل نیولي دي.
په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ په داسې حال کې په اوربند موافقه وشوه چې د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر دې مهاله په غزه کې د اسراییلو په غچ اخیستونکي بریدونو کې ۴۶زره او۷۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي