Home » افغانستان » نظام‌الدين قيصاري په ايران کې د جعلي اسنادو جوړونې په تور نيول شوی

نظام‌الدين قيصاري په ايران کې د جعلي اسنادو جوړونې په تور نيول شوی

ايراني چارواکو خبر ورکړی چې د افغانستان تېر نظام يو چارواکی نظام‌الدين قيصاري يې افغان وګړو ته د جعلي اسنادو د جوړولو په تور نيولی دی.

د ايران د وګړو او کډوالو چارو وزارت د دارالانشاء مسوول مهدي محمودي رسنيو ته ويلي، قيصاري د دې ترڅنګ چې افغان وګړو ته يې په ايران کې د اقامې جعلي اسناد جوړول، خپله هم ايران ته په ناقانونه توګه ورغلی و.

نوموړي زياته کړې چې قيصاري د خپلو ناقانونه فعاليتونو په ترڅ کې، په پلازمېنه تهران کې درې دفترونه هم د کډوالو لپاره پرانيستې وو.

محمودي ويلي چې د کډوالو چارو ته رسېدنه د ايران د قانون پر بنسټ د وګړو او کډوالو د چارو مسوولو ادارو، ولايت مقامونو او دغه راز د امنيه قومندانيو کار دی؛ خو په خبره يې قيصاري دا ټول مسووليتو په جعلي او ناقانونه توګه مخته وړل.

د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته نظام‌الدين قيصاري ايران ته لاړ هلته يې د افغان کډوالو لپاره د همکارۍ دفتر پرانيست.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...