هند وايي دوی د افغانانو پر وړاندې پر خپلو ژمنو ولاړ دي. د هند لومړي وزیر نریندا مودي له ولسمشر غني سره په تلیفوني خبرو کې ویلي دي چې دوی په افغانستان کې د سولې او امنیت له راتګ سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او هند د افغانانو پر وړاندې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
مودي وایي دوی هڅه کوي له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي او ددغه هېواد په پرمختګ کې خپله ونډه واخلي.
د هند لومړي وزیر دغه راز ټينګار کړی چې یو با ثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی نو ښه به وي چې وسله وال طالبانو له جګړو لاس واخلي او دایمي اوربند ته تیار شي.
ولسمشر غني هم په دې تلیفوني مکالمه کې د هند له مرستو مننه کړې ده او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه به خپلې دوستانه اړیکې پالي او د لا پراختیا لپاره به یې کار کېږي.