د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی، که چیرته حماس پاتي اسراییلي برمته راخوشي نه کړي د غزې ځیني برخې به ونیسي.
نتانیاهو (چهارشنبې، د وري ۶مه) د پارلمان یوې ناستې ته ویلي، ” په هره اندازه چې حماس د برمته شو یوله خوشي کېدو ډډه وکړي، په همغه کچه به اسراییل پرې فشار زیاتوي.”
د راپورونو له مخې، په غزه کې د حماس له خوا د ۲۵۱ برمته شویو له ډلې ۵۸ يې لا هم په غزه کې ساتل کېږي.
د غزې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ، د ۲۰۲۳کال د اکټوبر راهیسې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له امله شاوخوا ۵۰زره کسان وژل شوي دي.