Home » افغانستان » نبيل: امريکايي بې‌پيلوټه الوتکو د کابل په ځينو سيمو کې بمبار کړی

نبيل: امريکايي بې‌پيلوټه الوتکو د کابل په ځينو سيمو کې بمبار کړی

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت‌الله نبيل د خپلو سرچينو په حواله ادعا کړې چې د امريکا بې‌پيلوټه الوتکې نن يک‌شنبه د (زمري په ۹مه) سهار مهال د کابل په هوا کې ګرځيدلي دي.

نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې يادو الوتکو د کابل ښار په ځينو سيمو کې د داعش ډلې پر پټنځايونو بمبار کړی. نبيل زياته کړې، چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ د امريکا متحده ايالت له طالبانو سره د داعش ډلې په ځپلو کې همکاري کوي.

نوموړي ويلي، چې طالبان د هېواد د مديريت او کنټرول وړتيا نه لري او له همدې کبله يې دا اندېښنه مطرح کړې، چې ښايي افغانستان به يو وار بيا د ترهګرو پر خوندي پټنځي بدل شي.

نن سهار په کابل کې په پرلپسې توګه د څو چاودنو غږ وا ورېدل شو. د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمنافع ټکو په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې چاودنه په شيرپور سيمه کې پر يوه خالي کور د راکېټ لګېدو له امله رامنځته شوې او هېچا ته په کې زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه حکومتي چارواکو د رحمت‌الله نبيل دې تازه څرګندونو په اړه چې په کابل کې دنننۍ چاودنې په تړاو يې کړي، څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...