Home » افغانستان » ناټو: له طالبانو سره د حساب کولو په موخه سلا مشورې پيل شوي

ناټو: له طالبانو سره د حساب کولو په موخه سلا مشورې پيل شوي

د ناټو سازمان وايي، اوس د دې وخت راغلی څو په افغانستان کې له طالبانو سره حساب وشي چې له نړيوالو سره پر کړو ژمنو څومره ولاړ او د يادو ژمنو څومره هغه يې عملي کړي دي؟

دغه څرګندونې د ناټو سازمان سرمنشي ينس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزيران د دويمې ورځې له غونډې وروسته خبريالانو ته کړې دي. نوموړي ويلي، دامهال د ناټو له شريکانو سره پر داسې سلا مشورو بوخت دی څو له مخې يې طالبان د حساب ورکولو لپاره کېناستو ته اړ کړي.

سټولټنبرګ زياته کړې، طالبانو د ترهګرۍ په برخه کې ژمنه کړې چې اجازه به نه ورکوي څو افغانستان بيا د ترهګرۍ پر ځاله بدل او خطر يې نورې نړۍ ته متوجه شي.

نوموړي دا هم ويلي چې بشري حقونو ته درناوی او د هغو کسانو اېستلو ته اجازه ورکول چې په افغانستان کې يې ژوند له خطر سره مخ دی، د طالبانو له لوري د سولې په هوکړه کې له کړو ژمنو څخه دي.

په ورته وخت کې د امريکا دقاع وزير لوېډ اسټن بيا د هغو افغانانو د ايستلو په اړه ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې يې د امريکا له ماموريت سره همکاري کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم له افغانستان څخه د هغو افغان وګړو د اېستلو لړۍ دوام لري، چې له بهرنيو ځواکونو سره يې همکاري کړې او يا يې هم د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کې ژوند تريخ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...