ناټو د افغانستان پوځي افسرانو د روزلو لپاره د قطر له چارواکو پوځي اډه غواړي.
رویټرز اژانس په کابل کې د لویدیځ د یوه جګپوړي چارواکي او په واشنګټن کې د یوې سرچینې په وینا خبر ورکړچې ناټو له قطر سره په خبرو کې ده، څو د روان کال په وروستیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د قطر په یوه پوځي مرکز کې جګپوړي افغان افسران وروزل شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په وروستیو کې ویلي و چې له افغانستانه به د سېپټمبر تر ۱۱مې وروسته چې ټول نړیوال ځواکونه وځي په بهر کې افغان ځواکونه وروزي.
په قطر کې له دوه زره دیارلسم کال راهیسې د طالبانو سیاسي دفتر هم فعال دی.