Home » سیمه او نړی » نايجريا کې وسله‌والو ۵۳ تنه په ډزو وژلي

نايجريا کې وسله‌والو ۵۳ تنه په ډزو وژلي

وسله‌والو بريدګرو د نايجريا په زمفره ولايت کې پر خلکو ډزې کړې او د رسمي شمېرو له مخې د يادو ډزو په ترڅ کې ټول‌ټال ۵۳ تنه وژل شوي دي.

يو شمېر سرچينو فرانس پرېس اژانس ته د شنبې په ورځ د (غبرګولي په ۲۲مه نېټه) ويلي، د نوموړي ولايت اړوند زورمي ولسوالۍ په يو شمېر کليو کې له پنج‌شنبې تر جمعې ورځې وسله‌والو پر موټرسايکلونو تګ راتګ کاوه چې په ترڅ کې يې دا پېښه رامنځته شوه.

د نايجريا چارواکو ويلي چې وسله‌والو ډزې پر هغو بزګرانو کړې چې په خپلو پټيو کې په کرکيله بوخت وو. د دوی په خبره د پېښې له ځای څخه ۱۴تنه ټپيان هم روغتونونو ته وړل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په زورمي کې وسله‌ولوال پر خلکو مخامخ ډزې کوي، بلکې له دې وړاندې هم څو ځله په ياده سيمه کې ورته پېښې شوي.

موده وړاندې د نوموړې سيمې اوسېدونکو د اعتراض په توګه له سيمې تېرې شوې لويې لارې وتړلې او له چارواکو يې وغوښتل چې پر عامو خلکو د ورته وسله‌والو بريدونو مخه دې ونيسي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...