په داسې حال کې چې چين؛ تايوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسې د سفر په تړاو د ناسمو پايلو خبردادری ورکړی، خو پر دې سربېره هم نوموړې بېګاه شپه تايوان ته رسېدلې ده.
پلوسي د تايوان په پلازمېنه ټايپي کې د نوموړي هېواد له چارواکو سره په خبرو کې، د ا مريکا او تايوان ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي چې امريکا د تايوان له ډيموکراسۍ په غوڅه توګه ملاتړ کوي.
نوموړې زياته کړې، له تايوان سره د امريکا اړيکي په اوسنيو شرايطو کې له دې امله اړينې دي، چې نړۍ دامهال د استبداد او ډيموکراسۍ له دوو انتخابونو سره مخ ده.
تايوان ته د نانسي پلوسې له رسېدو سره په سملاسي توګه د چين بهرنيو چارو وزارت دا سفر وغنده. دې وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دا سفر په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره خورا ورانوونکی دی.
چين تايوان د خپلې خاورې برخه بولي او دې هېواد ته په مستقيمه توګه د بهرنيو چارواکو له سفرونو سره مخالف دی. له دې وړاندې چين تايوان ته د پلوسې د سفر په اړه خبرداری ورکړی و، چې دا کار به د بېجينګ او واشنګټن ترمنځ پر اړيکو ژور اغېز وکړي.