Home » افغانستان » نامالومو وسله‌والو جلال‌اباد ښار کې مدني فعال عبدالحمن معاون وژلی

نامالومو وسله‌والو جلال‌اباد ښار کې مدني فعال عبدالحمن معاون وژلی

په ننګرهار کې مدني فعالان وايي، جلال‌اباد ښار کې نامالومو وسله‌والو د عبدالرحمن معاون په نوم يو مدني فعال په ډزو ويشتی او له هغه وروسته يې په روغتونو کې د ټپونو له امله ساه ورکړې.

دوی زياتوي چې ياده پېښه غرمه مهال د جلال‌اباد ښار اړوند څلورمې ناحيې په چهل متره سيمه کې رامنځته شوې ده.

د عبدالرحمن معاون کورنۍ ويلي، له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او نه پوهېږي چې معاون د چا له لوري وژل شوی دی.

نوموړی د لغمان ولايت اوسېدونکی و، خو مدني فعاليتونه يې په ننګرهار کې کول.

دا لومړی وار نه دی چې په ننګرهار کې د نامالومو کسانو له لوري مدني فعالان او خبريالان هدف ګرځول کېږي، بلکې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره دا څويمه پېښه ده چې په ننګرهار کې کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...