د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نن شنبه د (غويي په ۱۷مه) د منتخب ولسمشر په توګه د خپلې دويمې دورې لپاره لوړه وکړه.
د نوموړي د لوړې مراسمو ته شاوخوا ۵سوه تنه کورني او بهرني لوړپوړي چارواکي وربلل شوي وو. مکرون له لوړې وروسته د لسو دقيقو لپاره وينا هم وکړه.
نوموړي د دې لپاره چې د راتلونکي لپاره هم د فرانسې او اروپا پر وړاندې له پرتو ننګونو سره مبارزه وکړي، د فرانسې د خپلواکۍ پر حفطولو سره د خپل هېواد پر لا پياوړتيا ټينګار وکړ.
نوموړي د تېر اپرېل په ۲۴مه د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې خپلې ښې اړخې سيالې مارين لوپين ته ماتې ورکړه او په دې توګه د راتلونکو ۵ کلونو لپاره بيا د فرانسې ولسمشر وټاکل شو.