Home » افغانستان » ميرکل: دا چې په افغانستان کې د يوه پياوړي سياسي نظام پر جوړولو ونتوانېدو، خپه يم

ميرکل: دا چې په افغانستان کې د يوه پياوړي سياسي نظام پر جوړولو ونتوانېدو، خپه يم

د جرمني لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل وايي، هېواد يې د ناټو په چوکاټ کې ډېره هڅه وکړه څو په افغانستان کې يو پياوړی سياسي نظام رامنځته کړي، خو ونه توانېد.

نوموړې له ډوېچه‌ويله سره په يوه ځانګړې مرکه کې چې پرون دوشنبه ناوخته د (لړم په ۱۷مه) خپره شوې ويلي، په افغانستان کې يې په اسانۍ سره ونشول کولی چې يو داسې سياسي نظام جوړ کړي څو بايښت يې خوندي وي او دوام وکړي.

ميرکل د مرکې په دوام کې جرمنې دې هدف ته د نه رسېدو په برخه کې نه دی ګرم کړی او د ګرمې ګوته نيولې يې افغانانو ته نيولې، چې ګواکې په افغانستان کې يې د ورته نظام له رامنځته کولو سره پوره همکاري ونه وکړه.

نوموړي زياته کړې چې جرمنې د ناټو په چوکاټ کې د يوه جز په توګه نظامي ماموريت درلود او دغلته يې خپل نظامي ماموريت په ښه توګه ترسره کړی دی.

د نوموړې دا څرګندونې داسې مهال دي چې د اګسټ په ۱۵مه د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له لوري د واک په نيولو سره افغانستان سره يوه سخت بشري وضعيت سره مخ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...