د جرمني لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل چې په نږدې راتلونکي کې يې د لومړۍ وزيرې په توګه دنده پايته رسېږي، اسرائيلو ته د خپل سفر په ترڅ ويلي، د اسرائيلو امنيت خونديتوب به د جرمني هر حکومت په لومړيتوبونو ځای ولري.
نوموړې دا څرګندونې په بيتالمقدس کې د هلوکاسټ په ياد د ګلونو ګېډۍ اېښودلو پرمهال کړې دي. نوموړې زياته کړې چې د اورپايي ټولنې د غړي هېواد په توګه يې تل د اسرائيلو امنيت په پلوۍ پرېکنده دريځ نيولی.
ميرکل دغه راز زياته کړې چې د جرمنې له تېرې جګړې وروسته اسرائيلو د باور جوړونې هڅې کړې او دغه باور جوړونه يې ثابته کړې ده.
په همدې حال کې د اسرائيلو لومړي وزير نفتالي بېنيت بيا جرمني د اسرائيلو ملګری هېواد بللی او ويلي يې دي چې په نړيوالو مباحثو کې جرمني تل د اسرائيلو پلوي کړې ده.
نوموړي د اسرئيلو په تړاو د جرمني هڅې ستايلي او زياته کړې يې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړيکې دوستانه او دوامداره وي.
د جرمني لومړۍ وزيره د خپل واک په وروستيو کې اسرائيلو ته لاړه او دغلته يې د نوموړي هېواد له چارواکو سره د دوه اړخيزه اړيکو او همکاريو پر دوام خبرې وکړې.