Home » افغانستان » ميدان وردګو کې تجلا راډيو ټلوېزيون د مالي او نورو ستونزو له امله خپرونې وځنډولې

ميدان وردګو کې تجلا راډيو ټلوېزيون د مالي او نورو ستونزو له امله خپرونې وځنډولې

په افغانستان کې د مالي کړکېچ او دغه راز د رسنيو پر وړاندې د ګڼو ستونزو له امله، په ميدان وردګ کې هم د تجلا په نوم يوه سيمه‌ييز راډيو ټلوېزيون خپلې خپرونې وځنډولې.

د تجلا راډيو ټلوېزيون مسوولان وايي، پر مالي ستونزو سربېره نورې داسې ستونزې يې هم درلودې چې له امله يې شوني نه وه څو دغه سيمه‌ييزه رسنۍ خپل فعاليتونه روان وساتي. دوی په دې اړه خپاره کړې پرېکړه‌ليک کې دا نه ده واضيح کړې چې له مالي ستونزو پرته يې نورې کومې ستونزې درلودي؟

د ياد سيمه‌ييز راډيو ټلوېزيون په پرېکړه‌ليک کې د مسوولانو په حواله ويل شوي، دې رسنۍ هغه مهال چې په ميدان وردګ کې جګړه شديده وه، هم خپل فعاليتونه په بې‌پرې توګه جاري ساتلي. په پرېکړه ليک زياته شوې چې د يادې جګړې پرمهال د تجلا ډېری وسايل وران او وېجاړ شوي چې په خبره يې تر اوسه يې حکومتي مسوولانو پوښتنه نه ده کړې.

په پرېکړه‌ليک کې اسلامي امارت او له رسنيو د ملاتړ بنسټونو ته يو لړ وړانديزونه هم شوي چې د تجلا راډيو ټلوېزيون د مسوولانو په خبره، د منل کېدو په صورت ژمن دي چې خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي.

په دې وړانديزو کې د رسنيو ازادي او د رسنيو په چارو کې د مداخلي نه کولو په اړه ډاډ، د لګښتونو پوره کولو په موخه د رسنيو ملاتړ، د جګړې پرمهال د زيانمنې شوې ودانۍ او وسايلو د غرامت ورکړه، د حکومت له لوري کورنيو رسنيو ته د يوې واحدې لايحې سپارل او دغه راز د برېښنا د بيې ټيټول شامل دي.

د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو را په دېخوا لسګونه کورنيو رسنيو خپل فعاليت بند او ځنډولی دی. د يادو رسنيو مسوولانو ويلي چې پر مالي ستونزو سربېره يې په کارونو کې بې ځايه مداخلې هم کيدې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...