د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري يا UNHCR وايي، ميانمار کې له نظامي کودتا وروسته د رامنځته شويو جګړو له امله په لوړه پيمانه د خلکو بې ځايه کېدل د اندېښنې وړ دي.
د اسيا لپاره د دې ادارې مشرې اندريکا رټواټي تازه ويلي، د تېرو ۴ مياشتو پر مهال په ميانمار کې ۲سوه زره کسان نور هم بې ځايه شوي چې ورسره په دغه هېواد کې د بې ځايه شويو کسانو ټولټال شمېر ۶۸۰ زره کسانو ته لوړ شو.
د نوموړې په خبره دې شمېر په نړيواله کچه د بې ځايه شويو کسانو شمېر زيات کړی او د نويو شمېرو له مخې، ۸۲.۴ ميليونه کسانو په ټوله نړۍ کې له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ مشرې دغه راز ويلي، چې له نظامي کودتا وروسته په لنډه موده کې د ميانمار ډېری بې ځايه شوي کسان د دغه هېواد د کايا او کايين ولايتونو اوسېدونکي دي.
له دې وړاندې په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې سلګونه زره روهينګيايي مسلمانان هم له دغه هېواد څخه په زور اېستل شوي. خو په نوموړي هېواد کې له پوځي کودتا وروسته د رامنځته شويو جګړو له امله د نورو کورنيو بې ځايه شويو کسانو شمېر هم زيات شوی دی.