د هند لومړی وزیر، نریندرا مودي په دې هېواد کې د درېیم ځل لپاره ټاکنې ګټلې دي.
اسوشیټېډ پرس خبر ورکړی، چې نریندرا مودي د دې هېواد په پارلماني ټاکنو کې د اکثریت څوکیو په ګټلو سره بریالی شوی دی.
له جواهر لال نهرو وروسته مودي د دې هېواد دویم لومړی وزیر دی چې د درېیم ځل لپاره پارلماني ټاکنې ګټي او د دې هېواد واګې په لاس کې اخلي.
د هند په شپږ اوونیزو ټاکنو کې شاوخوا ۴۴۰ میلیونه رایې اچول شوې دي.
د ویلو ده ، چې هند د نفوس له پلوه د نړۍ تر ټولو لوی هېواد او د حکومتدارۍ له پلوه د نړۍ تر ټولو لویه ډيموکراسي ده.