Home » افغانستان » منظور پښتين: قبايل تل د پاکستان حکومت له لوري قرباني شوي

منظور پښتين: قبايل تل د پاکستان حکومت له لوري قرباني شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ او پلويانو پرون د يک‌‌شنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) په ميرعلي کې د نوموړي غورځنک مخکښ فعال نوراسلام د شهادت د څلوېښتۍ په مناسبت پراخه ولسي غونډه ترسره کړه.

غونډې ته دوينا پرمهال چې په کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويانو برخه اخيستې وه؛ د دغه غورځنګ مشر منظور احمد پښتين يو وار بيا له دې کبله چې قبايل له خپلو اساسي حقونو محروم ساتل شوي، د پاکستان پر حکومت نيوکې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې پاکستان تل قبايلي ولسونه او د دوی سيمې، د خپل ځان په ګټه قرباني کړي او په هېڅ توګه د دغه هېواد حکومت نه دی حاضر شوی چې قبايلي اوسېدونکو ته قانوني او اساسي حقونه ورکړي.

نوموړي دغه راز يو وار بيا په قبايلي سيمو کې د ناامنۍ زياتېدو له امله اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې مسوولان دې د خلکو د سر او مال خونديتوب په موخه د ناامنيو مخه ونيسي.

له دې سره د جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم چې په ياده غونډه کې يې ګډون درلود، د پاکستان پر حکومت توندې نيوکې درلودې.

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي نوراسلام وژنې ته په اشارې سره تور پورې کړ، چې په قبايلي سيمو کې تل هغه ځوانان په نښه شوي چې د خپل قوم د خونديتوب او حقونو د ترلاسه کولو لپاره يې غږ پورته کړی.

په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د پاکستان پوځ له کوم موجه دليل پرته په قبايلي سيمو کې د خلکو پر کورونو چاپې اچوي او د بېلابېلو پلمو له لارې ځايي اوسېدونکي ځوروي.

د راپورونو له مخې، د يادو چاپو له پيل سره سم په قبايلي سيمو کې د هغو ځوانانو د ترې‌تم کېدو پېښې هم زياتې شوي، چې له کلونو راهيسې يې په قبايلو کې د ترهګرۍ مخنيوي او د خلکو د اساسي حقونو په اړه غږ پورته کاوه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...