Home » افغانستان » منظور پښتين د علي وزير خلاصون په موخه د لاريونونو غوښتنه کړې

منظور پښتين د علي وزير خلاصون په موخه د لاريونونو غوښتنه کړې

په داسې حال کې چې له زندان څخه د علي وزير د خلاصون په موخه په کراچۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري روان پرلت ۱۴ ورځې پوره شوې، خو لا هم د نوموړي خلاصون څرک نه دی لګېدلی.

دې ته په پام د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له خلکو غوښتي، چې سبا يک‌شنبه د (کب په ۸مه) د پښتونخوا او قبايلو په ټولو سيمو کې د کراچۍ له پرلت څخه په ملاتړ سوله‌ييز لاريونونه ترسره کړي.

نوموړي په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، چې د کراچۍ پرلت د سند ايالتي حکومت پر ضد حرکت نه دی، بلکې د نوموړي په خبره دا کار له زندان څخه د علي وزير د خوشې کولو يوه سوله‌ييزه غوښتنه ده.

پښتين ويلي، چې پښتنو فعالانو او سياسونو د کراچۍ له پرلت څخه له بېلابېلو لارو په ګټنې، خپل ملاتړ څرګند کړی او زياتوي چې د يادې غوښتنې د لا پياوړتيا په موخه دې خلک هم سبا يک‌شنبه په خپلو سيمو کې سوله‌ييز لاريونونه وکړي.

پښتين ټينګار کړی چې د سبانيو لاريونونو په ترڅ کې دې د علي وزير ترڅنګ د حنيف پښتين، وېس ابدال او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو زنداني مخکښانو د خلاصون لپاره هم غږ پورته شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...